د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ځينو بهرنيو خبري رسنيو د يو لړ ليکنو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د چين حکومت له خوا د مې له نولسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې د ملي ماتم د دريو ورځو ټاکنه د چين له کلتوري دودونو سره سمون لري او د خلکو ګټو ته د پاملرنې د مفکورې څرګندونه هم کوي.
د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې د مې په يوويشتمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل د چين حکومت ياده شوې پرېکړه نه يوازی د دغه هېواد له کلتوري دودونو سره سمون لري، بلکې د تمدن يوه څرګندونه ده.
د بريتانيا د فينانشال ټايمز ورځپاڼې په همدې ورځ پر خپله ويبپاڼه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسي د ملي ماتم د تر ټولو ځانګړو دريو ورځو ټاکنه د سختې زلزلې له امله پر قربانيانو د ماتم په موخه دي، برسېره پر دې، د دغه هېواد حکومت د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت هم د دريو ورځو لپاره وځنډاوه.