د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د صوبه سرحد ځايی حکومت د مې په يوويشتمه نېټه د سوات سيند سيمې له يوې وسله والې ډلې سره سوله ايز تړون لاسليک کړ.
د معلوماتو له مخې، د صوبه سرحد ځايی حکومت له وسله والې ډلې سره دری دوری خبرې اترې کړې او په همدې ورځ يې د پنځلسو محتوياتو په شمول سوله ايز تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې دغه وسلواله ډله له زورزياتي څخه لاس واخلي او د ځايی حکومت او فيدرالي حکومت لارښوونه به مني. د پاکستان وسله وال پوځ به ګام په ګام د سوات له سيمې څخه ووځي.