د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د سياسي بيورو د دايمی کمېټې غړي او صدراعظم ون جيا باو د مې په يوويشمه نېټه په بېجينګ کې وويل موږ بايد د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو د خپرېدو له مخنيوی څخه علمي ملاتړ وکړو.
صدراعظم ون جيا باو په همدې ورځ د ون چوان زلزلې په اړه د کارپوهانو کمېټې د جوړېدو د غونډې مشري وکړه. هغه وويل د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو د خپرېدو له مخنيوی څخه د علمي ملاتړ لپاره د کارپوهانو يوه کمېټه جوړونه د زلزلې ځپلو وګړيو د ژوند ترتيب او پخپله د ژغورنې په موخه د توليدي چارو او له ناورين وروسته د بيارغونې په برخه کې زيات اهميت لري.