د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په دوه ويشتمه نېټه د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعالت ته دوام ور کړی شو.
د ون چوان په زلزله کې پر مړه شويو کسانو د ملی ماتم د تر سره کولو لپاره، د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت د مې له نولسمې نېټې تر يوويشتمې نېټې پوری و ځنډېد. د مې د دوه ويشتمې نېټې د سهار په اوو بجو دغه فعاليت بيا پيل شو.
١١٨ تنه مشال ليږدونکی په دغه فعاليت کې ګډون کوی او د مشال ليږدولو واټن دوولس اعشاريه اته کيلو مترو ته رسيږی.