د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي چارو وزير لي شو جو د مې په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټنګار وکړ چې اوس بايد د زلزلې ځپلو سيمو د ملکي چارو ارګانونه لا هم د زلزلې ځپلو وګړيو ژوند ضمانت ته په درنه سترګه وګوري او بايد په نژدی وخت کې په زلزلې ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژوند عادي نظام اعاده کړي.
د مې يوويشتمې نېټې تر دوولسو بجو پوری د ون چوان زلزلې له امله يوڅلويښت زره او دری سوه او دری پنځوس تنه وژل شوي، او دوه سوه او څلور اوويا زره او شپږ سوه او دری اتيا تنه ټپيان شول او دوه دېرش زره او شپږ سوه او شپږ شپېته تنه ورک شوي دي.