د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بهرنيو هېوادونو خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې د چين په ون چوان کې د زلزلې ځپلو خلکو د ژغورنې په اړه د چينی سرتيريو او پوليسو کارونو ته پاملرنه کړی او د ژغورنې په ترڅ کې يې د چينی سرتيريو د عملياتو ستاينه وکړه.
د اسو شيټد پرس اژانس، روتيرس اژانس او د ای اف پ په شمول د لوېديځو هېوادونو عمده خبري رسنيو په پر له پسی توګه د چين د ون چوان په زلزله کې د خلکو د ژغورنې او د زيان خپرېدو د مخنيوی کارونو په اړه راپورنه خپاره کړي چې له مخې يې د چينی پوځ ګړندی غبرګون او ټينګ هوډ څرګند شوی. د اسو شيټد پرس اژانس يو خبريال وويل له دغه شان ګړنديو عملياتو څخه څرګندېږی چې د چين مشران له ناورين څخه د خلکو د ژغورنې کارونو ته لومړی اهميت ور کوی.
پر دې سربيره، د امريکا، هند، اتريش، لاتويا، د کوريا جمهوريت او المان په شمول د يو شمېر هېوادونو عمده خبري رسنيو د زلزلې ځپلو خلکو د ژغورلو په برخه کې د چينی ځواکونو د کارونو لوړه ستاينه وکړه. د يو بل خبر له مخې، له ناورين څخه د خلکو د ژغورنې په اړه نړيوالو کارپوهانو په مسلکي توګه په غرنيو سيمو کې د خلکو د ژغورنې لپاره د چينی ځواکونو د کارونو وستايل.