د خلکو ورځپاڼې د مې په دوه ويشتمه نېټه خبر ور کړ چې د چين په سه چوان ولايت کې د مړه شويو ژويو د معقمولو ، ښخولو يا سوځولو کارونه روان دي. تر اوسه پوری نژدی لس مليون مړه شوي کورنی ژوی او مرغان له منځه وړل شوي دي.
اوس نژدی لس زره ځانګړی طبی کارکوونکی په زلزلې ځپلو سيمو کې کلی په کلی څارنه کوی او د ژويو او مرغانو د روزنې ويجاړ شوی فارمونه پاکوی. تر اوسه پوری په زلزلې ځپلو سيمو کې د سختې ساري ناروغۍ د خپرېدو او د عامې روغتيا کومه ناڅاپې پېښه نه ده رامنځته شوې.