<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-22 17:54:59    
د چين سوداګريزه تګلاره يو ځل بيا د نړيوال سوداګريز سازمان له ازموينی سره مخامخ شوې.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: نړيوال سوداګريز سازمان د مۍ په يوويشتمه نېټه په ژنيو کې د چين د سوداګريزې تګلارې د ارزونې په اړه يوه غونډه جوړه کړه چې محتويات يی په تېرو څو کلونو کې د چين د سوداګريزو تګلارو له پرمختګ او پر څواړخيز سوداګريز نظام د دغې تګلارې له اغيزې څخه عبارت دی. دا په دغه سازمان کې د چين د ګډون له اوو کلونو راهيسي د دغه سازمان له خوا د چين د سوداګريزې تګلارې په اړه دوهمه ارزنه وه چې د چين سوداګريزه تګلاره يو ځل بيا له ازموينې سره مخامخ شوه. د سوداګريزو تګلارو د ارزونې نظام، د قواعدو جوړول او د لانجو حلول د دغه سازمان دری عمومی نظامونه ګڼل کېږي چې ورسره د تګلارې روڼوالی زياتېږي او د غړيو ترمنځ يې د تګ راتګ پياوړې شي. د دغه سازمان د اړوندو اصولو سره سم هغه غړي چې صادراتي اندازه يې تر نورو لومړني څلور ځايونه ونيسي.په هر دوو کلونو کې له يو ځل هراړخيزې ارزونې سره مخامخ دی چين په دغو هېوادونو کې د يو غړی په توګه د ٢٠٠٦ کال په اپريل کې له يو ځل ازموينې سره مخامخ شوی و. د دغه سازمان عمومی مدير پاسکال لامي د چين لوړه ستاينه وکړه.

دغه سازمان له دغې غونډې مخکې بېلا بېلو غړيو ته د چين د سوداګريزې تګلارې په اړه راپور وړاندی کړ چې په تېرو دوو کلونو کې د چين د سوداګريزې تګلارې عمومی وضعيت او ارزونه په کې شامله وه. په راپور کې ليکل شوي چين په مداومه توګه ازاده سوداګريزه تګلاره پلی کوي او د خلکو د عايداتو د زياتولو او د بی وزلۍ د له منځه وړلو په ساحو کې يې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. په

تېرو څو کلونو کې د هر نن په سر د چين د کورنيو توليداتو منځنی ارزښت ګام په ګام زياتېږي چې په ٢٠٠٤ کال کې دغه ارزښت يو زر او څلور سوه او نوي امريکايې ډالرو ته او په ٢٠٠٦ کال کې له دوه زره امريکايې ډالرو څخه اوښتی دی. دغه راز په ټولو نفوسو کې د هغو بی وزلو وګړيو انډول په سلو کې لس ته ټيټ شوې چې د ورځې لګښت يی له يو امريکايې ډالر څخه ټيټ دی. په دغه غونډه کې د چين د سوداګرۍ د وزير مرستيال چيو هونګ په مشرۍ د چين پلاوی د دغه سازمان د نورو يو سل او يو پنځوسو غړيو له پلاويو سره خبرې اترې او راکړه ورکړه وکړه او د بېلا بېلو خواوو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل او ځانګړي او جدی ريښتنيو شميرنو له لارې يې توضيحات ورکړل.

د دغه سازمان زياترو غړيو په خپله وينا کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو له ديرشو کلونو راهيسي په تېره بيا په تېرو څو کلونو کې د چين د تر لاسه شوي برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه چې د چين دغه تګلاره په لا پراخه توګه پلی کېږي او له نړۍ سره د چين يو ځای کېدو ګام پياوړی کوي. دغه راز دغو هېوادونو په دغه سازمان کې د چين د ګډون له شپږو کلونو راهيسي د خپلو ژمنو د تر سره کولو لپاره د چين د کوښښونو لوړه ارزونه وکړه. د دوی په اند چين په نړۍ کې په ډيرې ورخلاصي اقتصادي ډلې يو غړی ګڼل کېږي. بر سېره پردې، دغو هېوادونو د دوحا په خبرو اترو کې د چين فعال رول په تېره بيا په دغه سازمان کې د پرمختيايی هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو او د دوحا پرمختيايی موخې د تر سره کولو په ساحو کې د چين د کوښښونو لوړه ستاينه هم وکړه.

خو دوی کالونو مخکې په لومړی ځل ارزونه کې د حالت په پرتله په اوسنی ارزونه کې چين له لا سختو حالتو سره مخامخ دی. ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د چين د سوداګريزې تګلارې په اړه لانجې موجودې وې. تر اوسه د اروپا او امريکا په ګډون يو شمير هېوادونو په ګډه د دغه سازمان لخوا د لانجو د حلولو په اړه نظام کې د موټرونو د پرزو د صادراتي او وارداتي تګلارې، د پوهنی مليکيت حق او په بازارونو کې د نشراتي توکيو ننوتلو ته د اجازې ورکولو، اړوندو تصديو ته د مرستې تدبيرونو او د پولي معلوماتو د ادارې په ګډون د يو شمير مسئلو په اړه دعوه وکړه. په تېره بيا د نړۍ لومړی لويې اقتصادي ډلې امريکا په پر له پسی توګه پر چين نيوکه وکړه او و يې ويل چې د چين سوداګريز مثبت توازن ، د بهرنيو اسعارو په مقابل کې د يوانو د تبادلوی نظام، د چين پولي تګلاره او صادراتي تګلاره د امريکا د اقتصادي پرمختګ د ټيټيدو لاملونه دی.

د دغه سازمان يو شمير غړي په چين کې د عمومی اقتصادی تګلارې، د سيمو ترمنځ د نابرابر پرمختګ او د خلکو د عايداتو ترمنځ د توپيرونو زياتوالی، له اړوندو څانګو سره د مرستې او د پوهنی ملکيت حق د ساتلو په ګډون يو شمير ساحو ته ډيره پاملرنه کوي. دغه سازمان به د مۍ په درويشتمه نېټه په يوه بله غونډه کې د چين د سوداګريزې تګلارې په اړه ارزونې ته دوام ورکړي. له دې وروسته به دغه سازمان د چين اړوند توضيحات واوري او خپله نظرونه به څرګند کړي.