د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د تصفيې ادارې مشر ليو جيا يي د مې په يوويشتمه نېټه د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو د څارنې لپاره سه چوان ولايت ته تللی. هغه د تصفيې په چارو کې له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره د مرستې په موخه د ماليې او توکيو بسپنو په اړه د تصفيو کارونو څېړنه وکړي او د هغو د بسپنو اداره پياوړی کړي. په دې توګه به زلزلې ځپلې سيمې او وګړي په ريښتنی توګه له دغو بسپنو څخه ګټه واخلي.