د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سياست مدارانو په وروستيو ورځو کې په دغو هېوادونو او يا نړيوالو سازمانونو کې د چين په سفارتونو او ارګانونو کې د چين په زلزله کې له مړه شويو کسانو سره د خواخوږی ښودلو په وخت کې د زلزلې ځپلو وګړيو د ژغورنې په اړه د چين حکومت د کارونو ستاينه وکړه.
د جاپان ولسمشر ياسو فوکودا د مې په يوويشتمه نېټه وويل د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين مشران پخپله د ژغورنې کارونو د لارښوونې لپاره زلزلې ځپلو سيمو ته ولاړل. هغه باور څرګند کړ چې چينايان به هرو مرو له زلزلې سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړي او په نژدی وخت کې به خپل کور بيا ورغوي.
پر دې سربيره، د تانزانيا، سريلنکا، ارجنتاين، ماليزيا او اوکراين په شمول د يو شمېر هېوادونو مشرانو د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو د خپرېدو د مخنيوی په اړه د چين حکومت د کارونو ستاينه وکړه.