د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د مې په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې وويل چين هيله لري چې نړيواله ټولنه لومړی د کيږديو برابرول په پام کې ونيسی.
چين ګانګ دغه څرګندونې په همدی ورځ د دغه وزارت په يوه نوبتی خبری ناسته کې وکړې. هغه زياته کړه چې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په لويه زلزله کې د زلزله ځپلو سيمو له ريښتينی حالت سره سم چين اوس مهال دری مليون او دری لکه کيږديو ته اړتيا لري، خو تراوسه د ليږل شويو کيږديو شمېر يوازی څلور لکو ته رسيدلی دی، نو اړتيا يې ډېره زياته ده.
هغه وويل له نوموړې زلزلې راهيسی چين د نړيوالې ټولنې قوی مرستې تر لاسه کړې دي. چين په دی هکله يو ځل بيا خپله مننه څرګندوي.