د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ځمکو سرچينې د وزارت مرستيال يوان شياو سو د مې په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې وويل د مې ١٢ نېټې د سه چوان په سختې زلزلې کې د زلزله ځپلو سيمو مساحت يو لک مربع کيلو مترو ته رسيدلی چې چوکاټ يې پراخ او ژور ، زيانونه يې زيات او د دوام وخت يې اوږد و.
يوان شياو سو د دولتي شوار مطبوعاتی ادارې په يوه خبری ناسته کې وويل د سه چوان، ګان سو او شان شی په شمول سختې زلزله ځپلې سيمې داسې سختې سيمې دي چې د خټو او ډبرو ښوييدلو په شمول جيولوجستی ناورينونه هم پکی رامنځته کيږي.
يوان شياو سو وويل دغه وزارت د جيولوجستی ناورينونو د پلټنې او ارزونې لپاره زلزله ځپلو سيمو ته اته سوه تنه کارپوهان او فنی کارګر ليږلي چې په همدی وخت کې د زلزله ځپلو وګړيود ژوند اعادې او د دغو سيمو د بيا رغونې لپاره خدمتونه کوي.