د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونسټ ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو دايمی کميټې د مې په ٢٢ نېټه په يوه غونډه کې د سه چوان ولايت د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو پر دوام څېرنه وکړه او اړوند کارونه يې ترتيب کړل.د چين د دولت رئيس هو جين تاو د دغې غونډې مشری وکړه.
په دغه غونډه کې وويل شول چې اوس په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه لاهم سخت دی، نو بايد د ژغورنې کارونو ته دوام ور کول د تر ټولو مهمې دندې په توګه وټاکل شی، بايد تر وسې پوری په کنډوالو کې د احتمالی پاتی شويو وګړيو ژغورلو، د ټپيانو درملنې ته دوام ور کړی شی او د ناروغيو مخنيوي کارونه په ښه توګه تر سره شی،تر وسې پوری د زلزله ځپلو وګړيو د بنسټيز ژوند د تامينېدو لپاره کوشش وشی او د زلزلې له امله د ويجاړو شويو بنسټيزو تاسيساتو ترميمولو ته دوام ور کړی شی.