د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مې په ٢٢ نېټه د چين د جه جيانګ ولايت هو جو ښار ته ورسيد او د زلزله ځپلو وګړيو د ژغورنې کارونو لپاره يې د کيږديو له توليدي چارو څخه ليدنه وکړه، په همدی وخت کې د کيږديو له ځينو توليدي تصديو سره يې يو ځای يوه غونډه جوړه کړه او په ټينګار سره يې وويل چې اړوندې تصدۍ بايد په اغيزمنه او ښه توګه د مرستندويه کيږديو د سختې توليدي دندې د تر سره کولو لپاره تر خپلې وسې پوری کوشش وکړي.
د چين حکومت غوښتنه وکړه چې په يوه مياشت کې زلزله ځپلو سيمو ته ٩ لکه کيږدۍ برابرې شی.د جه جيانګ ولايت د کيږديو توليدي تصديو د راغونډولو يو ولايت دی چې د دغو کيږديو د توليدولو بيړنۍ دندې يې پر غاړه اخيستې.