<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-22 21:38:32    
د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريکتر په ٨ درجې د زلزلې له امله ٥١ زره ١٥١ تنه مړه شوي دي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتی ادارې وياند ګوو وي مين د مې په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې په يوه خبری ناسته کې وويل د ملکی چارو وزارت د يوې شمېرنې له مخې د مې د ٢٢ نېټې تر لسو بجو پوری د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريکتر په ٨ درجې زلزلې له امله ٥١ زره ١٥١ تنه مړه شوي او دوه سوه او اته اتيا زره او څلور سوه او يو دېرش تنه ټپيان شوي او ٢٩ زره تنه نور ورک دي.

د مې د ٢٢ نېټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوری د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزله ځپلو وګړيو د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره ١٣ مليارډ او ٩٧٥ مليون يوانه لګولی دی او د همدی ورځې تر غرمې پوری د کورنيو او بهرنيو ټوله بسپنه ٢١ مليارډ او ٤ سوه مليون يوانو ته رسيدلی دی.