د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د مې په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل اوس مهال دغه وزارت په زلزله ځپلو سيمو کې د بازار د ثابتولو او د تبادلې نظام په اعاده کولو لاس پوری کوي.د مې په ٢٢ نېټه سهار په سه چوان، ګان سو او شان شی ولايتونو کې ١٧ زره سوداګريز مرکزونه اعاده شوي دي.
هغه وويل دغه وزارت له نوموړې زلزلې وروسته تر خپلې وسې پوری د اوبو، خوړو او بيړنيو مرستندويه توکيو په شمول د مرستندويه مالونو د ترتيبولو او ليږدولو لپاره کوشش کړی او کوي يی.