د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ځمکو سرچينې مرستيال يوان شياو سو د مې په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې وويل چين د جيولوجستی ناورينو له امله د رامنځته کيدونکو احتمالی خطرونو مخنيوي د ډډه کولو او پلټنو کارونه پياوړې کوي.
هغه د دولتي شورا د مطبوعاتی دفتر په يوه خبری ناسته کې وويل دغه وزارت د ٣٠٠ تنو کارپوهانو په ګډون د ٢٠ ځانګړيو ډلو د ليږدولو پر بنسټ په وروستيو ورځو کې د نوموړو کارونو د تر سره کولو لپاره د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه زلزله ځپلو سيمو ته پنځه سوه کارپوهان او فنی کارکوونکي هم ليږلي دي.