د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د مې په ٢٣ نېټه په پرله پسی توګه د سه چوان ولايت په ميان يانګ ښار کې د زلزلې ځپلو خلکو د ژغورنې کارونو لارښونه کوي.
صدراعظم ون جيا باو د مې په ٢٣ نېټه سهار د دغه ښار په اړوندو روغتونونو کې د ټپيانو د حالاتو پوښتنې وکړې او په بې چوان ښوونځی کې د زده کوونکيو پوښتنې ته ورغي..
ون جيا باو وويل د روغتيا وزرات له زلزلې وروسته د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره څلور زره او پنځه سوه تنه طبي کارکوونکي ناورين ځپلو سيمو ته لېږلي دي.