د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نړيوال پرمختګ اېجنسۍ، ترکمستان او روېيه د مې په ٢٢ نېټه په پرله پسی توګه د چين زلزله ځپلو سيمو ته مرستندويه پيسې، مالونه او طبي مرستې برابرې کړې.
د امريکا د نړيوال پرمختګ اېجنسۍ د مې په ٢٢ نېټه سهار يو ځل بيا د ٨١٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستندويه مالونه برابر کړل . د ترکمستان له خوا برابر شوی مالونه د مې په ٢٢ نېټه شپه د چين د ګان سو ولايت لان جو هوايي ډګر ته ورسېدل. د ٢٢ نېټې تر غرمې پوری ٤٧ تنه ټپيان په ناورين ځپلو سيمو کې د روسيې ګرځنده روغتون ته لېږل شوي وو.