د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې په پرله پسی توګه د چين د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته مرستندويه پيسې او مالونه برابر کړي دي
د پاکستان حکومت د مې په ٢٢ نېټه پريکړه وکړه چې چين ته نور زيات لس زره خيمې برابرې کړي.
د امريکا د نړيوال پرمختګ اېجنسۍ له خوا برابر شوی مرستندويه تجهيزات د مې په ٢٢ نېټه چېنګ دو ښار ته ورسېدل. د المان ګرځنده روغتون هم په همدی ورځ له المان څخه چېنګ دو ته وخوځېد. بر سېرده پردی به د المان د يوولس تنه ژغورلوونکی کارپوهان هم په وار سره دو جيان يان ښار ته ولاړ شي.
د ترکمستان او تاجکستان له خوا برابرې شوی خيمې او کالی هم د مې په ٢٢ نېټه چين ته ولېږل شول.