د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت د والي مرستيال ښاغلي لي چېنګ يون د مې په ٢٣ نېټه په بېجينګ کې وويل د مې ٢٢ نېټې ماښام تر اووه بجو پوری د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په زلزله کې د مړه شويو کسانو شمېر ٥٥٢٣٩ تنو ته رسېدلی و. بر سېره پردی ٢٨١٠٦٦ تنه ژوبل او ٢٤٩٤٩تنه نور ورک شوي وو.
ښاغلي لي چېنګ يون په همدی ورځ وويل د ژغورنې ١٤٠ زره کارکوونکی او ٥٠ زره طبی کارکوونکی د زلزلې له پېښېدو وروسته ناورين ځپلو سيمو ته تللی چې ٨٤٠٠٠ تنه يې ژغورلي دي.