د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په شانګهای ښار کې د بيجينګ د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د لومړۍ ورځې ليږدونه د می په درويشتمه نېټه پای ته ورسيده.
د بيجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدونه د می په درويشتمه او څلورويشتمه نېټه په شانګهای کې تر سره کېږي. د درويشتمې نېټې د سهار په اتو بجو د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدونې له تر سره کېدو مخکې ټولو ګډون کوونکيو د ون چوان په زلزله کې پر مړو شويو کسانو د خواخوږی څرګندولو په موخه د يوې دقيقې لپاره چوپتيا غوره کړې.