د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وازرت خبر ور کړ چې د مې د ٢٣ نېټې تر لسو بجو پوری د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سيمو لپاره د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د بيړنيو مرستو اندازه ٢٠ مليون او ٥٥٠ زره امريکايی ډالرو ته رسيدلې ده.
په وروستيو ورځو کې استراليا، ايتاليا، کيوبا، د امريکا د يو اس ای اې دي ادارې او ترکمنستان په جلا جلا توګه دغو سيمو ته نغدي بسپنه، توکي او طبی مرستې برابرې کړې دي.