د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د چاپيريال ساتنې د وزارت مرستيال وو شياو چينګ د مې په ٢٣ نېټه په بېجينګ کې وويل تر اوسه پوری د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د دغې زلزلې له امله د چاپيريال د ککړولو کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.
ښاغلی وو د چين د دولتي شورا د مطبوعاتی ادارې په يوه خبری ناسته کې وويل د چاپيريال ساتنې څانګې د دغې زلزلې له پېښېدو وروسته د څښاک اوبو ډاډمنتيا ته لومړی اهميت ور کوي او په هر اړخيزه توګه د چاپيريال د ککړولو په اړه د پټو خطرونو د مخنيوي لپاره په اړوندې پلټنې لاس پوری کوي.
سربېره پردی ووشياو چينګ دا هم وويل د مې تر ٢٢ نېټې پوری د زلزله ځپلو سيمواو شاوخواوو ښارونو او ولسواليو د څښاک اوبو سرچينو د اوبو کيفيت له معيار سره سمون لري.