د سينهوا اژانس د خبر له مخې بهرنيو خبری رسنيو په وروستيو ورځو کې په خپله مقاله کې د زلزله ځپلو سيمواو خلکو د ژغورنې په برخه کې د چين د اغيزمنو کارونو لوړه ستاينه وکړه چې ورڅخه د وګړيو ته د لومړی اهميت ور کولو په اړه د ارزښت مفکوره څرګنده شوې ده.
د سينګاپور د ګډ سهارنی ورځپاڼې د مې په ٢٢ نېټه په خپله ليکنه کې وويل د چين مشرانو د زلزله ځپلو وګړيو د ژغورنې په بهير کې د ښکار افکارو او چټکو عملياتو له لاری وګړيو ته د لومړي اهميت ور کولو په اړه د ارزښت مفکوره څرګنده کړې او د چين حکومت د لويديځو هېوادونو د سياستوالو او خلکو په منځ کې ښه بڼه ښودلې ده.
د امريکا د اې پي خبری اژانس د مې په ١٩ نېټه په خپله مقاله کې وويل له دغې زلزلې وروسته د چين په دننه کې د بسپنې راټولول په پر له پسی توګه زياته شوې او زياتو وګړيو د خپلو ځانګړيو موټرونو له لاری د حکومت او پوځونو په مرستندويه عملياتو کې ګډون درلود.