د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د مې په ٢٢ نېټه ماښام په ځانګړی الوتکه کې د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته ورسيد او د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې په بهير کې يې ګډون کوونکيو سرتيريو، پوليسو، عام امنيت ساتونکيو او طبی کارکوونکيو ته يې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او دغه راز يې د دغو کارونو لارښوونه هم وکړه.
د مې د ٢٣ نېټې تر غرمې پوری د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ٥٥ زره او ٧٤٠ تنه مړه شوي او ١١٣٦ تنه نورو ځايونو ته ليږدول شوي دي.د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې کارونو لپاره ١٤ مليارډ او ٦٠٠ مليون يوانه لګولی دی.