<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-24 17:09:23    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، زه امان الله عمران مو بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام دغې ځانګړې كړۍ ته هركلى كوم. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ. د سه چوان ولايت پر زلزلې اوس څه كم دوه اونۍ تېرېږي. د تېرې دوشنبې په ورځ چې د مې له ۱۹ نېټې سره برابره وه چين د زلزلې قربانيانو د درناوي لپاره درې ورځې ملي ماتم اعلان كړ. د همدې ورځې له غرمې ورسته پر دوه بجو او ۲۸ دقيقود چين په لر اوبر كې د زلزلې پر ناورين د ماتم لپاره درې دقيقې چوپتيا خپره شوه. له غرمې ورسته دوه بجې او ۲۸ دقيقې هغه شېبه وه چې د رېختر په كچه نژدې ۸ درجې پياوړې او زورورې زلزلې د سه چوان ولايت او شاو خوا پراخې سيمې ولړزولې، په همدې شېبه په ټول چين كې پر سړكونو موټرونه ودرېدل، او هم په دفترونو، پلورنځايونو، ښار او عامه ځايونو كې ټول خلك درې دقيقې چوپ ودرېدل، د خطر زنګ غږونه اورېدل كېدل او په هر ځاى كې موټرونو او اورګاډيو هارنونه وهل. د چين د دولت رئيس هو جينتاو، ووبان ګوو او لومړي وزير ون جياباو په ګډون لوړ پوړيو دولتي چارواكيو هم د ماتم او خواشينۍ څرګندولو په مراسمو كې ګډون وكړ. نړۍ د ګڼ هېوادونو مشرانو د چين مشرتابه ته د خواشينۍ څرګندولو پيغامونه واستول، او هم يې د چين زلزلې ځپلو سيمو وګړيو ته بېلابېل ډولونه مرستندويه مواد ولېږل او يا يې مالي او نغده مرسته وكړه. چين دننه هم له زلزلې ځپلو وګړيو سره د مرستې او لاس غځونې په موخه د سل ګونه مليون امريكايي ډالرو په ارزښت مرستې او بسپنې راغونډې شوې، د چين په لر او بر كې وګړيو د مرستو او بسپنې راغونډولو په فعاليتونو كې ګډون وكړ او فعال غبرګون يې څرګند كړ، چې دغه لړۍ لا اوس هم دوام لري. سي ار اى راډيو بېلابېلو ژبو اورېدونكيو هم د زلزلې ځپلو سيمو له وګړيو سره د خواخوږۍ او همدردۍ پيغامونه او ليكونه را استولي دي. د زلزلې ناورين درې ورځني ماتم په موده كې د سي ار اى پښتو خپرونې اورېدونكيو او مينه والو هم په دغو سختو شېبو كې د چين له ولس سره په غم او درد كې ځان شريك بللى، او پښتو خپرونې ته يې د خواشينۍ او غمرازۍ برېښناليكونه را استولي دي. اوس ستاسې پام هغو برېښناليكونو ته را اړوم چې د سه چوان ولايت زلزلې د ناورين په اړه را رسېدلي دي:

- له كابل څخه ګل اغا احمدي وردګ د برېښناليك له لارې په خپل پيغام ليكي: د هغې زلزلې له کبله چې د چين په جنوب لودیځ سه چوان ولايت کې د د مې په ۱۲ نېټه پېښه شوه او متاسفانه چې په لس ګونو زره قربانیان یې پر ځای پرېښودل، له امله يې زه شخصا او ټول افغان ولس ډېر غمجن شوي یوو، زه د خپلې غمرازۍ او خواخوږۍ مراتب د خپل نژدې دوست هېواد چین خلکو او حکومت ته څرګندوم.

موږ ستاسو سره په دې ستر ملي ماتم کې شریک يوو او هغو کورنیو ته د تسلیت مراتب څرګندوو چې په دې ویجاړوونکې زلزله کې یې خپل دوستان او عزیزان له لاسه ورکړي دي. همدارنګه هیله من یو چې د راتلونکي لپاره د چین په شمول ټوله انساني نړۍ د داسې ناوړه پيښو څخه د امن او سوکالۍ په فضا کې ژوند وکړي. موږ د چین له خلکو او حکومت سره د خپلې خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ هغوی ته د صبر، زغم او لوړې حوصلې هيله لرو چې له دغه ستر ملي ماتم څخه په وتلو بریالي شي.

- په هندکې دپښتو ژبې زده کوونکيو او ښوونکيو په خپل برېښناليك كې ويلي: په دغه هېوادکې وروستۍ زلزله له هغو ناوروینونو څخه وه چې په رښتیایې هم ټول بشریت ولړزاوه، دا د هر انسان له پاره لازمه ده چې دخپل هم نوع په وړاندې دخپلو دردونوڅرګندونه وکړي.

موږ په هند کې دپښتو ژبې زده کوونکي اوهم په هند کې پښتانه زده کوونکي دچین له ولس سره دوړمې دوشنبې دزلزلې له امله خپله ژوره غمرازي څرکندوو او د دغې غمیزې دقربانیانو اودهغو له کورنیو او ټول چینې ملت سره خپله همدردي اوخواخوږي څرګندوو او دغه ملت ته دزړه له کومي تسليت او ډاډګېرنه وركوو.

- له پېښور څخه ژورنالېست او ليكوال عبد الهادي حيران په خپل برېښاليك كې وايي: د چين په ځينو ولايتونو کې د مۍ دولسمې نېټې تباهي راوستونکې زلزله يقيناً چې د ټول انسانيت لپاره يوه دردناکه پېښه وه. قدرتي افتونه او مصيبتونه د نړۍ په هره سيمه کې راغلي او راتلاى شي، خو د چين باهمته ولس چې د دې افت او مصيبت څرنګه مقابله وکړه د ډاډ او ستاينې وړ خبره ده. موږ د افغانستان ملت او په ځانګړې توګه پښتانه د چين له ټول ولس سره په دې درانه غم کې شريک يوو او د غمځپليو کورنيو سره د هر ډول غمرازۍ څرګندونه کوو او همدارنګه همکارۍ ته تيار يوو.

- له يو نا معلوم ځاى څخه ډاكټر جاوېد په خپل برېښناليك كې ليكي: زه د افغانستان يم، زه دغه پيغام تاسو ته ليكم چې دچين د زلزلې ځپلو سيمو له وګړيو سره د خپلې ژورې غمرازۍ او ډاډګېرنې احساس څرګند كړم. دا په رښتيا هم د غم يوه ورځ ده او موږ ټول په دغه ماتم كې ستاسو سره شريك يوو. زه فكر كوم، نوموړى زياتوي، موږ د هغو وګړيو ترمنځ يوو چې د دوستانو، خپلوانو او عزيزانو د لاسه وركولو غم او رنځ يې د يوې اوږدې مودې لپاره ګاللى دى. له همدې امله، ډاكټر جاوېد زياتوي، موږ په ريښتينو كلمو ستاسو سره په دغه غم كې شريك يوو، موږ پوهېږو چې ستاسو پر زړونو څه تېرېږي. د هغوى لپاره چې په دغه غميزه كې يې ژوند له لاسه وركړى ارامي غواړو او د هغوى د خپلوانو لپاره د زغم او حوصلې هيله من يوو.

- له كندهار څخه سيد محمد ليكي: په چين كې د سختې او ورانوونكې زلزلې په ترڅ كې د لس ګونه زره خلكو په مړينه د چين حكومت او خلكو ته د زړه له تله تسليت او تعزيت وړاندې كوو او له پاك رب څخه د ټپيانو د رغېدو دعا كوو.

- د كاناډا له ټورونټو څخه خليل لمر په خپل برېښنالي كې كې ليكي: ستاسې د يو افغان ګاونډي په توګه غواړم د مړو شويو وګړيو كورنيو ته د زړه له كومي د غم څرګندونه وكړم او هم د چين خلكو ته خپله همدردي څرګندوم، زه د زړه له تل نه ستاسو درد، رنځ ګالل، خپګان او د ويجاړۍ حالت احساسوم چې د مۍ مياشتې د ۱۲ نېټې په زلزله كې ورسره مخاخ شوي يئ. زه هيله لرم، اورېدونكى خليل لمر ياتوي، دغه پېښه هېڅكله بيا پېښه نه شي او هم ستاسې همت او مېړانه دومره زياته شي چې د چين د يو پياوړي ولس په توګه خپل ژوند بيا جوړ كړئ.

- په کابل کې د پژواک خبري اژانس سيمييز ايډېټر جاوېد هميم هم د برېښنا ليك له لارې خپل پيغام را استولى دى. دى ليكي: لومړى له هر څه مخکې زه ديو ژورنالست په صفت د ټول افغان ولس او په ځانګړي توګه د مطبوعاتو په استازيتوزب په چين کې په وروستۍ زلزله كې له ځپل شويو کورنيو سره د زړه له کومې خواخوږي او غمرازي څرګندوم. په دغه پېښه ټول افغان ولس خواشينى شوى او زيانمنو شويو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي . چين دافغان ولس له نژدې ملګرو او دوستو هېوادونو څخه دى، دغه هېواد تل له افغانانو سره په سختو شرايطو او سختو و ختونو کې مرستې کړې دي او اوسمهال دافغانستان دسوداګرۍ او تجارت ډېره برخه له چين سره ده . موږ دعا کوو، چې د زلزلې زيانمن شويو ټپيانو ته الله تعالى روغ صحت ورکړي او په سيمه کې د بيارغونې کارونه ژر بشپړ شي. افغانان او ټوله نړۍ دې ته سترګې په لار دي چې په دوست هېواد چين کې داولمپيک سيالۍ په برياليتوب ترسره شي، او دزلزلې دغه پېښه پرې کومه بده اغېزه ونه کړي .

- له کابل څخه ډاکتره عابده په خپل برېښناليك كې ليكي: د چين نړيوالې راډيو او ستاسو له لارې ټول چيني اولس ته !

درنو دوستانو کله مو چې واورېدل چې په چين کې زلزله شوې او په لسګونو زره کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې، نو خدای شته چې زړونه مو ډېر پرې ودردېدل، موږ په دې غميزه کې خپل ځانونه ستاسو سره شريک ګڼو، او پاک رب ته دعا کوو، چې ټپيانو ته ژر ته ژره بشپړه روغتيا ورپه برخه کړي. زه پخپله يوه ډاکتره يم او د زيانمنو شويو کسانو دردونه ښه احساسولی شم، که خدای وسه راکړي، نو وبه غواړم چې په خپلو لاسونو د ټپيانو او ناروغانو درملنه وکړم ، تر څو مو د بشر دوستۍ او ګاونډيتوب حق تر يو حده ادا کړی وي

د ژغورنې په کارونو کې د ټول چيني ملت په تېره بيا د چين د مشرتابه کار کړنې ډېرې د ستاينې وړ دي .

د ټول چيني ملت د خوښۍ او سوکالۍ په هيله .

- انزر شاهين خانخېل هم په خپل برېښناليك كې ويلي: په چين كې د سختې ورانوونكې زلزلې له امله د لس ګونه زره خلكو په مړينه د چين حكومت او خلكو ته د زړه له تله تسليت او او تعزيت وړانندې كوو او له پاك رب څخه د ټپيانو د رغېدو دعا كوو.

- د كاناډا له ټورونټو څخه جاويد وردك، ډيوه وردك او مينه وردك هم برېښناليك را استولى او ليكلي يې دي: د يوې وړوكې پښتنې كاناډايۍ كورنۍ په توګه موږ د چين زياركښو خلكو ته چې زموږ سوله دوست ګاونډيان دي خپله ژوره خواشيني څرګندوو او د دغه برېښناليك له لارې هغو كورنيو ته چې د زورورې زلزلې له امله ورته زيان رسېدلى دى او هم د چين ټول ولس ته خپل ژور غم او د ډاډګېرنې احساس څرګندوو.

- له افغانستان څخه نور الله احمدزى په خپل برېښناليك كې وايي: د يو افغان په توګه ما او دغه راز ټولو افغانانو په چين كې د مۍ ۱۲ نېټې په زلزله كې پر پراخې مرګ ژوبلې او ورانۍ ډېر خواشيني شوو. په دغه غم كې موږ له هغو كورنيو سره شريك يوو چې عزيزانو يې په دغه ورانوونكې زلزله كې ژوند له لاسه وركړى دى. موږ د ټولو لپاره دعا كوو چې له اوسني ناورين څخه په وتلو وتوانېږي او هيله لرو چې وګړي بېرته خپل عادي ژوند ته وروګرځي.

- درنو اورېدونكيو، د زلزلې د ناورين په اړه خورا زيات برېښناليكونه رارسېدلي دي چې پاتې به يې د پروګرام په راتلونكې كړۍ كې خپاره كړو. د موږ او اورېدونكي پروګرام دغه ځانګړې كړۍ په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.