د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مې د ٢٤ نېټې تر غرمې پوری د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له امله ٦٠د وژل شويو وګړيو شمېر زره او ٥٦٠ تنو او د ټپيانو شمېر ٣٥٠ زره تنو ته رسيدلی او ٢٦ زره او ٢٠٠ تنه نور ورک دي. تر اوسه پوری د چين د حکومت له خوا د تر لاسه شويو کورنيو او بهرنيو بسپنو او توکيو اندازه ٢٤ مليارډ او ٦ سوه مليون يوانو ته رسيدلې ده.
د مې د ٢٤نېټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوری د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره ١٥ مليارډ او ١٠٠ مليون يوانه لګولي دي.