<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-24 19:03:12    
د چين او روسيې مشرانو څرګنده کړه دوی غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکيو د لا ښه پرمختګ لپاره کوشش وکړي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين او روسيې مشرانو د مې په ٢٣ نېټه په بېجينګ کې وويل دوی غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکيو د لا ښه پرمختګ لپاره ګډ کوشش وکړي.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو په بلنه د روسيې ولسمشر دميتری مدويدف د مې په ٢٣ نېټه بېجينګ ته ورسيد او له چين څخه يې په خپله دوه ورځنۍ ليدنه پيل وکړ.

رئيس هو جين تاو له ولسمشر دمتری مدويدف سره د کتنې په ترڅ کې وويل دواړو خواوو د خپل منځيو اړيکيو د ټينګېدو له ١٢ کلونو راهيسی د بېلا بېلو کچو مشورو بشپړ ميکانيزم جوړ کړی،په سياسی چارو کې يې د جګې سويې متقابل باور ساتلی،په اقتصاد او سوداګرۍ کې يې خپل منځۍ همکاري پياوړې کړې او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې يې په اغيزمنې همکارۍ لاس پوری کړې ده.

ولسمشر دميتری مدويدف وويل د روسيې او چين ترمنځ اړيکی د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره يو مهم ګام دی او روسيه له چين سره نوموړو اړيکيو ته په درنه سترګه ګوري. ده په همدی وخت کې د روسيې د حکومت او خلکو په استازيتوب د سه چوان ولايت د سختې زلزلې له امله د پراخو زيانونو په اړه د چين له حکومت سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.