د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د روغتيا وزارت خبر ور کړ چې د مې په ٢٣ نېټه يې د ناروغيو د مخنيوي او وقايې لپاره د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته ٩٧ تنه اړوند طبی کارکوونکي ليږلي چې تر اوسه پوری په دغو سيمو کې کومه ستره ساری ناروغي او د عامې روغتيا په اړه د دوی د پلټنې او کارونو له مخې کومه ناڅاپه پېښه نه ده رامنځته شوې.
د دغه وزارت يو مسئول وويل طبی کارکوونکي په ناورين ځپلو سيمو کې د ټپيانو د درملنې او ناروغيو د مخنيوي په کارونو لاس پوری کوي.
د مې د ٢٣ نېټې تر غرمې پوری د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له امله د وژل شويو وګړيو شمېر ٥٥ زره او ٧٤٠ تنو ته رسيدلی او د ١١ مليون او ٣٦٠ زره تنو نورو پر ژوند يې مستقيمه اغيزه کړې ده.