د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په تېر کال کې په افغانستان کې د امريکايی ځواکونو د يو پوځي عملياتو په ترڅ کې نولس تنه عام وګړي ووژل او پنځوس تنه نور ټپيان شول. د مې په درويشتمه نېټه امريکايی ځواکونو په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د امريکايی سرتېريو عمليات مناسب وو او کومه جنايی محاکمه به و نه شي.
د امريکا سمندري قوماندو ځواکونو په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دوو ډګروالانو او يو ډګرمن په شمول د قضاوت کوونکو ډلې په أند، درې تنه سرتېريو د ټاکلي پلان له مخې عمليات تر سره کړل، خو دوی به کومې جنايی محاکمې ته وړاندې نه شي. خو د پلټنې له مخې، دوی د خپلو دندو په تمرينونو کې له ځينو ستونزو سره مخامخ شوي، نو دوی ته به مناسبه اداري سزا ورکړی شي.