<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-24 20:09:39    
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت په شانګهای ښار کې پای ته ورسېد.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې دوه ورځني فعاليت د مې په څليرويشتمه نېټه په بريالۍ توګه د چين په ختيځ شانګهای ښار کې پای ته ورسېد.

د څليرويشتمې نېټې د لېږدونې فعاليت په عمده توګه د شانګهای ښار په شاوخوا سيمه کې تر سره شو او د پيل مراسم د شانګهای ښار د اتيا زره تنو په ځايېدونکي سپورتي ډګر کې تر سره شول چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د فوټبال پنځلس سيالۍ به په کې تر سره شي.

په شانګهای کې د مشال لېږدونې دوه ورځني فعاليت عمومی اوږدوالی دوه سوه کليومتره و. له دې وروسته به د مشال لېږدونې فعاليت د مې په پنځه ويشتمه نېټه د چين په جيانګ سو ولايت کې پيل شي.