د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدر اعظم ون جيا باو د مې په څليرويشتمه نېټه د سه چوان ولايت په اينګ شيو علاقه دارۍ کې د م م له سرمنشي بان کي مون سره وکتل.
صدر اعظم ون جيا باو د چين حکومت او خلکو په استازيتوب له ښاغلي بان کي مون څخه مننه څرګنده کړه چې د چين له زلزله ځپلو سيمو څخه ځانګړې ليدنه کوي. ده زياته کړه چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه او م م له زلزلې وروسته چين ته بيړنۍ مرستې برابرې کړې، د چين حکومت او خلک له دې امله د زړه له کومې مننه څرګندوي. د چين خلک ټينګ باور لري چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او مرستې د زلزلې له زيانونو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې کارونه بريالي شي.