د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نورو هېوادونو خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژغورنې لپاره د چيني حکومت او خلکو د کوششونو ستاينه وکړه.
د کنيا د خلکو ورځپاڼې د مې په ٢٣ نېټه يوه تبصره خپره کړه چې په کې ټينګار شوی چې کنيا بايد له چين څخه زده کړه وکړي. د پولند د ګزيتا ويبورکزا ورځپاڼې هم په همدی ورځ د يو راپور په خپرولو سره ويلي چينايان د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله سره نژدی او يو ځای شوي او يو له بل سره مرستې کوي. د سينګاپور ليانهه ځاوباو ورځپاڼې، د بريتانيا رويترز اژانس ، د المان دي زېت اونيز ورځپاڼې او د فرانسې لېبيرراسع ن ورځپاڼې هم د چينايانو د يووالی او هڅو لوړه ستاينه کړې ده.