د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم او د زلزلې له اغېزو او زيانونو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې په اړه د دولتي شورا د عمومي قوماندنۍ مشر ون جيا باو د مې په څليرويشتمه نېټه په سه چوان ولايت کې له زلزله ځپلو وګړيو سره د کتنې پر وخت څرګنده کړه موږ بايد د وګړيو ژغورنې تر څنګ د زلزله ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمولو او له زلزلې وروسته د بيا رغونې کارونو ته ارزښت ورکړو او په راتلونکيو دريو مياشتو کې د زلزله ځپلو وګړيو د ژوند عادی کېدو لپاره کوښښ وکړو.
نوموړي د سه چوان ولايت په اينګ شيو علاقه دارۍ کې د م م له سرمنشي بان کي مون سره وکتل او و يې ويل د چين حکومت او خلک د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او م م څخه ډېره مننه کوي چې له زلزلې وروسته يې چين ته بيړنۍ مرستې برابرې کړې. ده زياته کړه د چين خلک ټينګ باور لري چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او مرستې به د زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې کارونه بريالي شي.
بان کي مون څرګنده کړه چې م م غواړي تر وسې پورې د بيا رغونې په برخه کې د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د ژوند چارو د بېرته عادی کېدو په برخه کې زيات ملاتړ او مرستې وکړي.