د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې له بېلا بېلو لارو د چين د سه چوان ولايت له زلزلې ځپلو سيمو سره مرستې کړې دي.
د سره صليب نړيوالې ټولنې او د سری مياشتې ټولنې د مې په ٢٤ نېټه له ايران، متحده عرب اماراتو،هولند، فلند او کانادا څخه سل زره خيمې راغونډې کړې چې به په راتلونکو څو ورځو کې به زلزله ځپلو سيمو ته ورسېږي.
د پاکستان له خوا بسپنه شوې شپږ زره خيمې د مې په ٢٤ نېټه چين ته ورسېدې چې پر اوسپنيزو لارو به ناورين ځپلو سيمو ته ولېږل شي.
بر سېره پردې فرانسې، سويدن، اندونيزيا او سريلانکا هم د چين ناورين ځپلو سيمو ته د خپلو مرستو برابرولو ته دوام ورکړی دی.