د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سه چوان ولايت د بهرنيو چارو دفتر په وينا په ون چوان ولسوالۍ کې له سختې زلزلې وروسته تر اوسه پورې د بهرنيانو، هانکانګيانو او مکاويانو د مړينې په اړه هېڅ خبر نه دی ورکړل شوی.
د يوې شمېرنې له مخې، د مې درويشتمې نېټې تر لسو بجو پورې د امريکا او بريتانيا په شمول د يوويشتو هېوادونو او هانکانګ او مکاو څلور سوه او څلور پنځوس تنه له زلزله ځپلو سيمو څخه امنيتي سيمو ته لېږدول شوي او يوازې دوه تنه المانيان د موندلو پر وخت ټپيان شوي وو.
د خبر له مخې، په چين کې د نورو هېوادونو سفارتونو او بهرنيو خبري رسنيو د زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې په اړه د چين د کارونو لوړه ستاينه وکړه.