د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د غلودانو او کرنې سازمان په وروستيو ورځو کې وويل په ون چوان ولسوالۍ کې سختې زلزلې د چين د غلو دانو پر توليدولو ډېرې اغېزې نه دي کړې.
د شمېرنې له مخې، په دغه زلزله کې دری دېرش زره هکتاره کرنيز ډګرونه زيانمن شوي، دوه ويشت مليون او پنځه سوه زره کورني ژوي مړه شوي او د کرنې ډېر بنسټيز تاسيسات ويجاړ شوي دي. خو له دې امله چې په زلزله ځپلو سيمو کې د غلودانو توليدات د هېواد د کرنې لږ څه برخه نيسي، نو دغې زلزلې د چين د غلودانو پر توليدولو ډېرې اغېزې نه دي کړې.