د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د افغانستان اړوندو چارواکيو د روانې مياشتې په ٢٤ نيټه له دې امله خپله سخته ناخوښی څرګنده کړه چې امريکا د افغانستان د ١٩ تنه عامو وګړو په وژنه کې پر امريکايی سرتيريو لګېدلي تورونه ليری کړل.
د ننګرهار ولايت د ځايی پارلمان يو چارواکی وويل چې د امريکا دغه پريکړه ناقانونه ده چې د امريکا پر ضد به د افغانانو د يو نوی لاريون سبب شی.
امريکايی پوځ د روانې مياشتې په ٢٣ نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اړوندو سرتيريو عملونه د پوځ له قاعدو سره سمون لری نو دوی به له جنايی تورونو سره مخامخ نه شی.