د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مې په پنځه ويشتمه نېټه وويل د زلزله ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمولو کارونه اوس تر ټولو زياته يوه مهمه دنده ده. ده هيله څرګنده کړه هغه تصدۍ په چټک توليد سره د زلزله ځپلو وګړيو ژوند د بيا عادی کېدو لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي چې د لنډ مهالی کورونو د توليدولو او ترميمولو دنده يې پر غاړه اخيستې ده.
د چين حکومت پرېکړه کړې چې زلزله ځپلو سيمو ته د زياتو خيمو برابرولو تر څنګ يو مليون لنډ مهالي کورونه جوړ شي.