د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او وګړيو ژغورنې په اړه د چين د دولتي شورا عمومي قوماندنۍ د ساري ناروغيو مخنيوي ډلې مشر ښاغلي ګاو چيانګ د مې په پنځه ويشتمه نېټه غوښتنه وکړه چې اړوند کاروونکي بايد په ټولو زلزله ځپلو علاقه داريو او کليو کې خپل کارونه تر سره کړي او په هراړخيزه توګه د ساري ناروغيو د مخنيوي او وقايي کارونه پياوړي کړي.
د معلوماتو له مخې، د روغتيا وزارت ټولو زلزله ځپلو ولسواليو ته خپل کاروونکي او اړوند کارپوهان لېږلي دي. اړوندو څانګو پرېکړه وکړه چې روغتيايی کاروونکي بايد په راتلونکيو دريو ورځو کې په ټولو زلزله ځپلو کليو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي او وقايی کارونه تر سره کړي.