د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په تېرو وروستيو ورځو کې د ازبکستان، قرغزستان، پاکستان او تاجکستان په شمول د ځينو هېوادونو له خوا د بسپنې مالونه په وار سره شينجيانګ ته ورسېدل. د شينجيانګ اويغوري قوم خپلواکې سيمې حکومت د چين د مرکزي حکومت په استازيتوب دغه مالونه تر لاسه کړل.
د خيمو، کټونو او څښاک اوبو په شمول د ازبکستان له خوا د بسپنې پنځوس ټنه مالونه د مې د څليرويشتمې نېټې له غرمې وروسته د شينجيانګ مرکز اوروموچي ته ورسېدل چې د همدې ورځې په ماښام به د اورګاډۍ له لارې د سه چوان زلزله ځپلو سيمو ته ولېږدول شي.