د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورټی لوبو مشال د ليږدونې فعاليت د روانې مياشتې په ٢٥ نيټه د چين په ختيځ جيانګ سو ولايت کې پيل شو.
د مشال د ليږدونې فعاليت په لومړی ورځ په سو جو او نان تونګ ښارونو کې ترسره شو او د مشالسپارنې ځای د سو تونګ په نامه يو لوی پل و. ٢٠٨ تنه مشال ليږدونکو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ. په همدې ورځ د بډمينتن لوبې نړيوالې اتلوالۍ ګټونکی سون جي ان لومړی کس و چې دغه مشال يی وليږداوه.