د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د زلزلې ملی شبکې خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په ٢٥ نيټه له غرمې وروسته په څلور بجو او ٢١ دقيقو د سه چوان ولايت په چينګ چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزله وشوه.
د ګوانګ يوان ښار د زلزلې زيان د پراخېدو مخنيوی او د ځپل شويو سيمو د ژغورنې قوماندانۍ خبر ورکړ چې د همدې ورځې د مازيګر تر شپږ بجو او څلويښت دقيقو پوری د دغې زلزلې له امله يو تن مړ او ٢٦٢ تنه نور ټپيان شوي چې په کې د ٢٤ تنو وګړو ټپونه سخت دي. د دغې زلزلې نور حالت اوس ترڅارنې لاندی دي .