د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين بېلا بېلو ټولنو په وروستيو ورځو کې له بېلا بېلو لارو له زلزلې ځپلو وګړيو سره مرستې کړې چې د ساري ناروغيو مخنيوي او بيا أبادۍ تر سره کړي.
د بېجينګ ښار د څلورمې برخې مرستندويه مالونه د مې په ٢٥ نېټه د اورګاډي له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته وخوځېدل. تر اوسه پوری دغه ښار ناورين ځپلو سيمو ته يو مليارد او څلور سوه مليون يوانو په ارزښت د پيسو او مالونو بسپنه ورکړې ده.
بر سېره پردی، د ځه جيانګ، هې لونګ جيانګ او أن هوی ولايتونو هم د مرستندويه پيسو او مالونو بسپنه ورکولو له لارې ناورين ځپلو وګړيو ته مرستې برابرې کړي دي.