د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کرنې بانک د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه اعلان وکړ چې دغه بانک له زلزلې وروسته ژمنه کړې چې په پر له پسې توګه ناورين ځپلو سيمو ته د يوولس مليارډو او شپږ سوو مليونو يوانو په ارزښت پورونه ورکړي چې يو زر او اته سوه مليونه يوانه يې کارول شويدي.
د دې بانک يو چارواکی وويل چې دغه پورونه به د بريښنا،انرژۍ،حمل و نقل،تعميراتي موادو او درملو جوړولو کسبونو او تصديو او زلزله ځپلو وګړيو له بيا رغونې سره مرسته وکړي .