1د اقليمي بدلون او د علمی تکنولوژۍ د نوښت په اړه نړيوال فورم څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شو. د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه دپاسه شپږ سوه تنو چارواکيو، ساينس پوهانو او تصديو استازيو په دغه فورم کې ګډون وکړ. د چين د علمي تکنولوژۍ وزير وانګ ګانګ د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چين هيله لري چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د علمي څېړنې او د تکنولوژۍ پلورلو په برخو کې له نړيوالې ټولنې سره همکاري پياوړې کړي.
دغه فورم د چين د ساينس تکنولوژۍ وزارت او د م م د چاپېريال استخدام ادارې په شمول ارګانونو لخوا ترتيب او د علمي تکنولوژۍ په مرستې له اقليمي بدلون سره د مقابلې تر سرليک لاندې تر سره شو.
د چين د علمي تکنولوژۍ وزير وان ګانګ په فورم کې وويل د چين حکومت په پر له پسې پرمختګ کې له اقليمي بدلون سره مقابلې او د اقليم ساتنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا او په ګډه د علمي تکنولوژۍ له برياليتوبونو څخه ګټه اخيستل له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې يوازينۍ لار ده.
ښاغلي وان ګانګ هيله څرګنده کړه چې پرمختللي هېوادونه د نړيوالې همکارۍ لپاره پوره مالي مرسته برابره کړي او پرمختيايی هېوادونو ته د خپلې
علمي تکنولوژۍ پلان نور پرانيزي چې په ريښتينی توګه له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د پرمختيايی هېوادونو د ساينس او تکنولوژۍ سويه لوړه ش
ي.
د معلوماتو له مخې، د چين حکومت له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د علمي تکنولوژۍ پرمختګ ته لومړی اهميت ور کوی او په وروستيو کلونو کې يې د انرژۍ سپمولو او د شنو خونو ګازونو ايستلو اندازې د کمښت په برخو کې د څېړنې لپاره ډېره پانګه لګولی ده.
پر دې سربيره، د چين حکومت څرګنده موخه ټاکلی چې تر ٢٠١٠ کال پوری د کورني توليد په واحد ارزښت کې د انرژۍ لګښت د ٢٠٠٥ کال په پرتله شل سلنه کم شي. چين دغې موخې ته د رسېدو لپاره د پر له پسې اقتصادي پرمختګ او د پاکې انژۍ توليد او کارولو د پراختيا په شمول يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د يوې شمېرنې له مخې، چين اوس په ګړندۍ توګه د بادي انرژۍ يو توليدونکی هېواد ګرځي، د هېواد د انرژۍ په لګښت کې د بيا استعمالېدونکې انرژۍ انډول لس سلنه نيسی.
نن ورځ اقليمي بدلون پر ايکولوژيکي چاپېريال او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ هراړخيزه منفی اغېزه کوي. د م م د سرمنشی مرستيال شه ځو کانک په دغه فورم کې وويل ټول هېوادونه له اقليمي بدلون سره د مقابلې مسئوليت لري. هغه وويل د پرمختيايی هېوادونه او پرمختللي هېوادونه او هم پرمختيايی هېوادونه په خپل منځ کې د همکارۍ ستر پټ توان لري. اوس موږ بايد د خپل اقتصاد د پرمختګ لارې چارې بدلې کړو، ساينس پوهان او د تصديو خاوندان بايد په دغه بهير کې خپل رول ولوبوي.