<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-26 21:02:09    
د ډاکترانو دندې د پلی کېدو لپاره

cri

 د می په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې له سختې زلزلې وروسته د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه د څه د پاسه لس زره تنه طبي کارکوونکي ژر تر ژره مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړل او په کې يې د ژغورنې کارونه تر سره کړي دي.

د چين د نړيوالې راډيو خبريال تيان جن د می په ١٩ نېټه د سه چوان ولايت جيانګ يو ښار ته ورسېد. دغه ښار له زلزله ځپلي ميان يانګ ښار او ون چوان ولسوالۍ سره نژدی دی. د جيانګ يو ښار د خلکو روغتون له زلزلې وروسته سمدلاسه د ټپيانو د ژغورنې او درملنې دندې پيل کړی . د دغه روغتون مشر هو يونګ ګوانګ وويل که څه هم په جيانګ يو ښار کې د بېلا بېلو روغتونونو په وړاندی سختې ننګونې شته ، خو طبي کارکوونکي به لاهم تر وسی پوری د ټپيانو درملنه وکړي.

موږ د درملونو د کمښت په حالاتو کې لاهم هر ټپی شوي وګړی وژغورو، زموږ طبي کارکوونکو په منځنۍ توګه په دوو ورځو کې خوب نه دی کړی ، که دوی ستړی شي، د روغتون پر چمن لنډ مهال دمه کوی او ورپسی په پوره زړه سره د ژغورنې خپل کارونه تر سره کوي.

د جيانګ يو ښار د خلکو روغتون مشر هو يونګ ګوانګ د خبر له مخې، اوس په دغه روغتون کې د شانګهای د دوهم لمبر پوځي طبي پوهنتون د چانګ جنګ روغتون او د جيانګ سو ولايت د نان جينګ لومړی لمبر روغتون تکړه ډاکتران هم شته. د جيانګ سو ولايت د نان جينګ ښار د لومړی لمبر روغتون مرستيال وانګ ليمينګ وويل دوی

د ژغورنې دندې تر اخيستلو وروسته په لومړی وخت کې زلزله ځپلو سيمو ته ورسېدل

او هيله لری چې لازيات ټپيان وژغوري.

د نان جينګ د لومړی لمبر روغتون د ډاکترانو په شان د چين د بېلا بېلو ځايونو روغتونونو د زلزلې له پيل وروسته د ډاکترانو غوښتن ليکونه تر لاسه کړي چې مصيبت ځپلو سيمو ته د ژغورنې لپاره يې د دوی هيله څرګنده کړې . په پيل کې په سختو مصيبت ځپلو ون چوان او بېچوان ولسواليو کې د ودانيو د لوېدلو له امله پر سړکونو د ترانسپورت کارونه ځنډېدلی و او د پر له پسی زلزلې له امله دغو ډاکترانو له ژغورونکو پوځي ځواکونو سره يو ځای د هوا، اوبو او په پلی توګه سختو مصيبت ځپلو سيمو ته ننوتل . د چين د دولتی شورا د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې د قوماندانی طبي ډلی مشر ګاو چيانګ د می په ١٥ نېټه خبريالانو ته وويل

د هېواد څه د پاسه ٦ مليونه تنه طبي کارکوونکي د سه چوان ولايت سختې زلزلې ته پاملرنه کوي. د سړکونو د ويجاړيدو له امله د ګوانګ دونګ ولايت او د چونګ چينګ ښار ځينو طبي کارکوونکو د لسګونو کيلومترو پلی لاری له تګ وروسته له طبي سامان الاتو او ون چوان ولسوالۍ ته ورسيدل او ٧٤ تنه سخت ټپيان يې ژغورلي دی.

د سه چوان ولايت د چنګ دو ښار په جين جيانګ سيمه کې د نسايی او ولادی روغتون ډاکترانو او نرسانو په ټوله شپه اميدوارو ميرمنو او ماشومانو ته پاملرنه کوله.

په مصيبت ځپلو سيمو کې زيات شمېر پلرونو او ميندو له دی امله له طبي کارکوونکو څخه د مننې څرګندولو لپاره د خپلو نويو ماشومانو نومونه يې جن شنګ ايښی دی . د جن شنګ معنی په چيني ژبه دا ده چې د زلزلې په وخت کې زېږېدلی دی. دوی هيله لري چې خپل ماشوم به د خپل نوم له لاری دغه ځانګړی موده په ياد ولري .

د جن شنګ په نوم د يو ماشوم مور وويل زما په اند دغه طبي کارکوونکي ډېر تکړه دي، زه پر دوی پوره باور لرم او له دوی څخه ډېره مننه کوم.

خو ځينو طبي کارکوونکو د ټپيانو د ژغورنې لپاره خپل ماشومان له لاسه ورکړی دی. د سه چوان ولايت د خلکو روغتون يوه ٢٤ کلنه نرس چن شياو هو يوه اميدواره ده او هغې په زلزله کې له نورو طبي کارکوونکو سره يو ځای په بريالۍ توګه ٦٨ تنه ټپيان لېږدولی دی، خو ورپسی يې خپل ماشوم د سقط له امله له لاسه ورکړ. چن شياو هو د سخت غم په وړاندی ټينګ احساسات څرګند کړی دی، هغې خبريال ته وويل زه ځوانه يم او په راتلونکی کې به ماشوم ولرم.