د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزارت د مې په شپږويشتمه نېټه خبر ور کړ چې د مې د پنځه ويشتمې نېټې تر شپې پوری د ناروغيو وقايی کارکوونکی چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلی، د ون چوان په زلزله کې ټول ځپلو شويو ولسواليو او علاقه داريو ته رسيدلي دي.
د روغتيا وزارت د مې د شپږويشتمې نېټې تر اتو بجو پوری په زلزلې ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د مخنيوی لپاره دغو سيمو ته دری زره او شپږ سوه تنه اړوند کارکوونکی او شپږ سوه ځانګړی موټرونه ليږلي دي.