د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: نړيواله ټولنه له بېلا بېلو لارو د سی چوان ولايت د ون چوان په ولسوالۍکې د زلزلې د ناورين رامنځ ته کېدو په هکله له چين سره خواخوږي او خواشيني څرګندوي او له ځپلو سيمو سره مرستو ته دوام ورکوي.
د البانيا ولسمشر بامير توپي، د ګامبيا ولسمشر يهيا جاميه او د مارشال ټاپوګانو ولسمشر ليتوکوا تويمينګ په جلا جلا توګه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته د خواخوږۍ پيغامونه راستولي دي.
برسيره پر دې د کانګو، تانګا، بحرين، قزاقستان او فليپين پارلمانی مشرانو په جلا جلا توګه د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګ ګو ته د خواشينۍ پيغامونه راستولي دي.
د ګرجستان، قزاقستان، کانګو صدراعظمانو او د م م د نفوسو صندوق اجراېيوی مشر او د اقليم نړيوال سازمان سرمنشی په جلا جلا توګه د چين صدراعظم وين جيا باو ته خپلې خواخوږۍ څرګندې کړې دي .
په وروستيو ورځو کې د سينيګال، مالي، وانواتو، اسرائيلو، سويدن، المان، روسيی او کاناډا په شمول زياتو هېوادونو چين ته د پيسو او توکيو مرستې برابرې کړې دي.